یعلی بن منیه
یَعْلَی بْنِ مُنْیَه یا یعلی بن اُمَیّه، د اسلام د پېغمبر(ص) له اصحابو او د ناکثینو له مشرانو و. هغه د مکې د فتحې په وخت مسلمان شو او د پېغمبر په ځینو غزاګانو کې یې برخه واخسته له هغه څخه د پېغمبر(ص) ځینې روایتونه نقل شوي دي . یعلي د مکې له شتمنو او یو سخي کس و چې د دریم خلیفه عثمان بن عفان په څنګ کې د شتون او د هغه له بخښښونو او ورکړو په استفادې سره یې ډېره شتمني جمع کړه.
هغه له درې ګونو خلیفه ګانو سره ملګرتیا کوله. هغه د ابوبکر له خوا له اصحاب رده سره د مقابلې لپاره ځینو سیمو ته واستول شو. یعلي د عثمان سلاکار و او د هغه په نزد یې لوړ مقام درلود.
یعلې د رسول الله مبارک(ص) په زمانه کې او همداراز د درې ګونو خلیفه ګانو په وخت کې د یمن د ځینو برخو واکمن و. خو امام علي(ع) خلافت ته له رسېدو وروسته هغه د یمن له امارته لرې کړ. یعلې د خپلې لرې کېدا په غبرګون کې، د یمن خراج له ځان سره مکې ته یوړو او له هغو بلواګرو سره چې د عثمان د وینې د غچ اخستلو په پلمه پاڅېدلې وو یو ځای شو. هغه د بلواګرو ځواکونو ملاتړ په غاړه واخیست او د هغوي لپاره یې ډېرې پېسې خرچ کړي. یعلې په جمل جنګ کې له ماتې وروسته وتښتېد او د معاویه د حکومت تر آخره ژوندی پاتې شو؛ که څه هم ځینې باور لري چې هغه د صفین په جنګ کې د امام علي(ع) تر څنګ شهید شو.
نوم، نسب او کنیت
یعلی بن منیه او یا یعلی بن امیة بن ابیعبیدة[۱] له بنیتمیم قبیلې و[۲] او په ابوصفوان لقب[۳] او ابا خالد کنیت یادیږي.[۴] دغو نومونو ته د هغه منسوبېدل له دې امله دي چې په ځینو مواردو کې پلار او په ځینو نورو کې مور یا نیا منیه ته منسوب شوی دی.[۵] البته مور یا نیا ته د هغه منسوبېدل زیات مشهور دي.[۶] د هغه د نوم په لیکلو کې د سرچینو اختلاف سبب شوی چې کله کله هغه په یعلي بن منبه نوم هم یاد کړی شي.[۷]
یعلي او پلار یې د جاهلیت په زمانه کې د قریشو د قبیلې له هم تړونو وو[۸] چې البته ځینو مورخانو دغه هم تړونوالی د عبدالمطلب[۹] یا نوفل بن عبد مناف[۱۰] او یا عبدشمس سره ګڼلی دی.[۱۱] هغه له قریشیانو سره سببي نسبت درلود؛ ځکه چې د زبیر بن عوام زوم و.[۱۲]
یعلی د خپل وخت له سخاوتمندانو څخه یو ستر مقام لرونکی[۱۳] او په مکه کې د فتوا خاوند ګنل شوی ده.[۱۴]
د خدای د رسول صحابي
یعلي بن منیه د خدای د رسول(ص) زمانه درک کړې وه او د مکې د فتحې په وخت مسلمان شو.[۱۵] د یو نقل په اساس هغه له خپل پلار او ورور[۱۶] او خور [۱۷] سره پېغمبر(ص) ته ورغی او مسلمان شو؛ له همدې امله یې کورنۍ یعنې وروڼه یې سلمه[۱۸] او عبدالرحمان[۱۹] او خور یې نفیسه د پېغمبر(ص) له اصحابو ګڼل شوې دي.[۲۰]
په الإستیعاب فی معرفة الأصحاب کتاب کې د ابن عبدالبر د راپور له مخې، پېغمبر(ص) د یعلي بن منیه او د هغه د پلار غوښتنه چې له مهاجرانو وپېژندل شي رد کړه؛[۲۱] سره له دې بلاذري په انساب الاشراف کې په یو روایت کې د پېغمبر د تره عباس بن عبدالمطلب په سفارش د هغه د غوښتنې د منل کېدو خبره کړې ده.[۲۲] او ابن اثیر هم هغه له خپل ورور سره له مهاجرو ګڼلې دي.[۲۳] یعلي، د خدای د رسول(ص)[۲۴] له مشهورو اصحابو[۲۵] و چې ویل شوي صحابي والی یې تر پلاره زیات دی.[۲۶]
یعلي د حدیث له راویانو و.[۲۷] د هغه له لارې له پیغمبر(ص) ځینې روایتونه نقل شوي دي[۲۸] چې په ځینو سرچینو کې یې شمېر ۲۸ دی او له هغه په صحیح بخاري او مسلم کې چې د اهل سنتو مشهورې حدیثې سرچینې دي درې روایتونه نقل شوې دي.[۲۹] ډېرو راوایانو هم له یعلي بن امیه څخه د رسول الله مبارک(ص) حدیثونه نقل کړې دي.[۳۰]
په پینځمې پېړۍ کې شیعه شخصیت شیخ طوسي، یعلي بن امیه د رسول الله مبارک(ص) له اصحابو ګڼلی خو د هغه په اړه یې وضاحت نه دی کړی،[۳۱] خو په ورپسې سرچینو کې هغه «د پېغمبر(ص) له شرارتي اصحابو» یاد شوی دی.[۳۲] په شرف النبي کتاب کې یو روایت راغلی دی چې هغه د خدای له رسوله(ص) د یوې معجزې کتونکی و.[۳۳]
په غزاګانو کې شتون
یعلي بن منیه د پېغمبر(ص) د زمانې له اصحابو ګڼل شوی دی. او په تبوک،[۳۴] حنین او طایف غزاګانو کې یې د پېغمبر(ص) په سپایانو کې شتون درلود.[۳۵] هغه د تبوک په غزا کې له پېغمبر(ص) سره خپله ملګرتیا خپل تر ټولو ښه کار ګڼي؛[۳۶] په سرچینو کې په دغه غزا کې د هغه د شتون په اړه داستانونه او له پېغمبر(ص) څخه یې فقهي پوښتنې راغلي دي.[۳۷] ابن اثیر هغه له مهاجرانو ګڼلی او باوري دی چې هغه په بدر غزا کې هم شتون درلود.
پر یمن یې واکمني
یعلي بن منیه د باذان له مرګه وروسته د پېغمبر(ص) په امر د یمن د ځینو برخو واکمني په لاس کې واخسته.[۳۸] هغه د لومړي خلیفه ابوبکر په زمانه کې د خولان سیمې امارت په غاړه لره.[۳۹] هغه له اصحاب رده سره د مقابلې لپاره د حُلوان سیمې ته واستول شو[۴۰] او د هغوي په ماتولو سره یې ډېر ولجې او اسیران لاسته راوړل.[سرچینې ته اړتیا][یادونه۱]
د هغه واکمني د دوهم خلیفه عمر بن خطاب په زمانه کې هم روانه وه او په دې پړاو کې یې د نجران،،[۴۱] طائف،[۴۲] اوصنعا،[۴۳] په شان سیمو او د یمن د نورو سیمو ګورنري په غاړه لرله[۴۴] او حتی شام ته په سفر کې د دوهم خلیفه له ملګرو ګڼل شوی دی؛[۴۵] که څه هم د عمر د خلافت په وروسیتو کې د هغه له غضب سره مخامخ او څنګ ته کړی شو، او عمر ترې وغوښتل چې پیاده له یمنه مدینې ته ستون شي چې د پېنځو یا شپږو ورځو له پلي تګه وروسته یې د عمر د مرګ خبر واورېد، په سپرلۍ سپور شو او ځان یې په مدینه کې عثمان بن عفان ته ورساوه.[۴۶]
یعلي د عثمان بن عفان د خلافت په دوره کې د صنعا والي و[۴۷] چې په یمن کې ده. هغه د عثمان له سلاکارانو هم ګڼل کېده.[۴۸] او د هغه په نزد یې لوړه درجه لرله، خو امام علي(ع) هغه د یمن له امارته لرې کړ، او په ځای یې عبیدالله بن عباس د یمن د ګورنر په توګه وټاکه.[۴۹]
مورخان باوري دي چې یعلي بن منیه پر یمن د واکمنۍ په وخت لومړی کس و چې په لیکونو کې یې له هجري تاریخه استفاده وکړه.[۵۰] هغه په یمن کې د قضاوت څوکۍ هم په غاړه لرله.[۵۱]
د جمل له اصحابو څخه مالي ملاتړ
یعلی بن منیه د طلحة بن عبیدالله، زبیر بن عوام، عبدالله بن عامر، سعد بن عاص، ولید بن عقبه او نورو امویانو تر څنګ د جمل جنګ له اصلي چلوونکو ګڼل شوی دی[۵۲] یعلي هغو کسانو ته چې د عثمان د وینې غچ اخستلو لپاره یې پاڅون کړی و وعده ورکړې وه چې وسلې به ورکړي.[۵۳] هغه د عثمان له قاتلانو د تبری او بیزارۍ ښودلو او له بلواګرو سره د یو ځای کولو لپاره د عایشې په لمسولو او هڅولو کې رول درلود.[۵۴] او د عبدالله بن عامر تر څنګ یې د جمل د لښکر د مالي ملاتړ دنده په غاړه واخیسته.[۵۵]
یعلی بن منیه د دې کار لپاره د یمن له خراجه استفاده وکړه.[۵۶] هغه له همدې ماله د لښکر لپاره ډېرې پېسې ولګولې[۵۷] او د قریشو اویا کسان یې سنبال[۵۸] او له طلحه او زبیر سره یې د څلور لکو درهمو مرسته وکړه[۵۹] او وسلې او تجهیزات یې د جمل د لښکریانو لپاره برابر کړل؛[۶۰] په دې ډول چې هر سپاهي یې په وسلې او اس سنبال کړ او پر دې سربېره یې هر سپاهي ته دېرش دیناره د خرچې لپاره ورکړل.[۶۱] په دې جنګ کې د عایشې اوښ چې په عسکر مشهور و د یعلي له خوا په اتیا زره[۶۲] یا دوه لکه دیناره اخستل شوی و.[۶۳]
له همدې امله له امام علي(ع) په ځینو منقولو روایتونو کې یعلی یو خاین او فاجر کس[۶۴] او د فتنې په جوړولو کې تر ټولو چټک کس[۶۵] او د بلوا مالي ملاتړی معرفي شوی دی؛[۶۶] لکه څنګه چې امام علي(ع) په یو بل حدیث کې د جمل جنګ په اړه یعلي یاد کړی او هغه یې د یو ډېر شتمن کس په توګه یاد کړی او دا مساله یې د زبیر بن عوام د مېړنتوب او د طلحه بن عبیدالله د سخاوت یا عبادت او البته د عایشې د محبوبیت تر څنګ په جمل جنګ کې د خپلو شرایطو او حالاتو د سختوالي سبب ګڼلي دي.[۶۷]
یعلي څنګه شتمن شو؟
یعلی د مکې له شتمنو خلکو څخه[۶۸] چې د هغه د شتمنۍ د یوې برخې ارزښت تر درې سوه زره درهمو پورې ښودل شوی دی.[۶۹] ځینې کسان باوري دي چې دغه مال د عثمان بن عفان په څنګ کې د پاتې کېدو په وجه لاسته راغلی.[۷۰] او په همدې اساس هغه د داسې اصحابو په نوملړ کې راغلی چې د عثمان په زمانه کې یې ډېر مال وګاټه.[۷۱] او حتی له بیت الماله د هغه د ناوړه استفادې راپورونه هم نقل شوې دي.[۷۲]
یعلی وروسته له دې چې امام علي(ع) هغه ته د یمن له حکومته څنګ ته کړ، جمع شوی خراج له ځان سره واخیسته او مکې ته یې یوړو.[۷۳] چې اندازه یې کابو څلور تر شپږ سوه اوښان[۷۴] او شپږ لکه درهمه اټکل شوې ده.[۷۵]
د مرګ وخت
یعلی بن منیه په جمل جنګ کې له ماتې وروسته وتښتېد او د ځینو کسانو لکه د تاریخ الاسلام د لیکوال ذهبي په وینا د معاویة بن ابي سفیان د خلافت تر پایه پورې ژوندی و.[۷۶] ابن عبدالبر په الاستیعاب کې یو نقل راوړی چې پر اساس یې یعلی بن منیه سره له دې چې په جمل جنګ کې د عایشې تر څنګ او د امام علي(ع) په خلاف وجنګېد، خو په صفین جنګ کې د امام علي(ع) تر څنګ و[۷۷] او په ۳۷ق[۷۸] یا ۳۸ق[۷۹] کې د علي ابن ابیطالب په څنګ او پلویتوب کې ووژل شو.[۸۰] په دې اساس ځینې کسانو لکه عبدالله مامقاني هغه عاقبت به خیر او د ښه انجام لرونکی کس معرفي کړی دی.[۸۱] سره له دې یو راپور هم ذکر شوی چې پر اساس یې یعلی بن منیه تر ۴۷ قمري کاله ژوندی و.[۸۲]
فوټ نوټ
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۵؛ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابنحزم، جمهرة أنساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۲۹؛ بغدادی، المنمق، ۱۴۰۵ق، ص۲۵۳.
- ↑ زبیدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ج۱۹، ص۶۹۶.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۵؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۸.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۵۵۴؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۱؛ ابنحزم، جمهرة أنساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۱۳، ۲۲۹؛ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
- ↑ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷؛ مامقانی، تنقیح المقال، بیتا، ج۳، ص۳۳۲؛ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱۱، ص۱۴۳.
- ↑ ابنقتیبة دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۰۸؛ ابنجوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۳.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۵۳۸.
- ↑ زبیدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ج۱۹، ص۶۹۶.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶،ص۱۱، ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
- ↑ بسوی، المعرفة و التاریخ، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۳۰۸.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۷؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۶؛ ابنقتیبة دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۷۶.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶-۱۵۸۷.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۶؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۷.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۵؛ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۵۵۴.
- ↑ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۷۲.
- ↑ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۲۴۴.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۱۹؛ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۲۸۳.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۰۶.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۵-۱۴۶.
- ↑ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۷۲.
- ↑ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۶۸.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۰۶؛ ابنحزم، جمهرة أنساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۱۳؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۶؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۰۶؛ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۴۲.
- ↑ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۶۶۴.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۶؛ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۸؛ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۶۸؛ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۲۰۴؛ صالحی الشامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۲۲۲، ۲۳۷.
- ↑ نووی، تهذیب الأسماء و اللغات، ۱۴۳۰ق، ص۳۶۴.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ شیخ طوسی، رجال طوسی، ۱۳۷۳ش، ص۵۱.
- ↑ نمازی شاهرودی، مستدرکات علم رجال الحدیث، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۲۸۱.
- ↑ واعظ خرگوشی، شرف النبی، ۱۳۶۱ش، ص۱۷۰.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۱۲؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۱.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۵؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۵۵۴؛ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۱؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۷.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۱۲؛ صالحی الشامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۴۴۹.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۳۱۸؛ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۴، ص۲۲۵.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۴۲۷؛ ابنجوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۷۱.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸ق، ص۱۰۵؛ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۵۳۹.
- ↑ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۵۳۹؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۶۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۲۴۱؛ ابنجوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۳۲۸.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۶.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۹۱.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۶.
- ↑ بلعمی، تاریخنامه طبری، ۱۳۷۳ش، ج۳، ص۶۱۰.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۹۰؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ ابنخیاط، تاریخ خلیفة، ۱۴۱۵ق، ص۱۰۷.
- ↑ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۵۳۹؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۷؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۹۰؛ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱۱، ص۱۴۳.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۹؛ شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۱۶۳.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۵۱؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۳۰.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۸۱؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۲۲؛ ابنخلدون، تاریخ ابنخلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۰۷.
- ↑ ابنمسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۴۶۹؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۲۲؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۵۱؛ ابنقتیبة دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۷۶.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۸۱.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۵۷.
- ↑ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۵۲.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۷؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۵۷؛ ابناعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۶۸؛ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
- ↑ شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۱۶۷.
- ↑ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
- ↑ ابنقتیبة دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۷۶؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۶.
- ↑ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۳۳.
- ↑ ابنعطیه، أبهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۲۷۸؛ سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، قم، ج۵، ص۲۱.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۳۳.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۸۱؛ ابنمسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۴۶۵.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۴۵۲، بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۲۱؛ ابناعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۵۳.
- ↑ ابنمسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۴۶۹؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۳۰، ابنخلدون، تاریخ ابنخلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۰۷.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
- ↑ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۷.
- ↑ نووی، تهذیب الأسماء و اللغات، ۱۴۳۰، ص۳۶۴.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۹۲؛ ابنعبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۷.
- ↑ ابناثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، الفهرست، رحلی، ج۱، ص۱۶۸.
- ↑ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۵۳۹.
سرچينې
- ابناثیر جزری، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
- ابناعثم الکوفی، احمد، کتاب الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۱ق.
- ابنجوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- ابنحزم، علی بن احمد بن سعید، جمهرة أنساب العرب، تحقیق لجنة من العلماء، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۳ق.
- ابنخلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و...، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- ابنخیاط، خلیفة بن خیاط، تاریخ خلیفة بن خیاط، تحقیق فواز، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابنعطیه، جمیل حمود، ابهی المداد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۴۲۳ق.
- ابنقتیبة دینوری، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عکاشة، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ دوم، ۱۹۹۲م.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
- ابنمسکویه، ابوعلی مسکویه الرازی، تجارب الامم، تحقیق ابوالقاسم امامی، تهران، سروش، ۱۳۷۹ش.
- بسوی، یعقوب بن سفیان، کتاب المعرفة و التاریخ، تحقیق اکرم ضیاء العمری، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۰۱ق.
- بغدادی، محمد بن حبیب، کتاب المنمق فی اخبار قریش، تحقیق خورشید احمد فاروق، بیروت، عالم الکتب، ۱۴۰۵ق.
- بلاذری، أحمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
- بلاذری، أحمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت،دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
- بلعمی، تاریخنامه طبری، تحقیق محمد روشن، تهران، البرز، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
- بیهقی، ابوبکر، دلائل النبوة و معرفة أحوال صاحب الشریعة، دارالکتب العلمیة، بیروت، ۱۴۰۵ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- زبیدی، محمد مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
- زرکلی، خیرالدین، زرکلی، الأعلام، بیروت، دارالعلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
- سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، گوناگون.
- شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الجمل و النصرة لسید العترة فی حرب البصرة، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- صالحی الشامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۴ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
- طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
- مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال (رحلی)، چاپ اول، بینا، بیجا، بیتا.
- مسعودی، علی بن الحسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- مقریزی، احمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
- نمازی شاهرودی، علی، مستدرکات علم رجال الحدیث،، تهران، فرزند مولف، ۱۴۱۴ق.
- نووی، یحیی بن شرف، تهذیب الأسماء و اللغات، دمشق،دار الرسالة العالمیة، ۱۴۳۰ق.
- واعظ خرگوشی، ابوسعید، شرف النبی، تحقیق محمد روشن، تهران، بابک، ۱۳۶۱ش.
- واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، تحقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الأعلمی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.